انصار: (د سلواغی ۷ مه)، د هېواد په شمال زون کې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د قوشتېپې ستر اوبیز ملي کانال د عمومي سربند جوړولو رغنیزې چارې دامهال ۴۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې یې په ډېرې چټکۍ سره جریان لري.
د یاد کانال د رغنیزو چارو مسوولین وايي، چې د قوشتېپې کانال سربند چې د اوبو د مدیریت ۱۴ دروازې لري، چارې یې کابو نیمایي شوي او د راتلونکي ۱۴۰۳ کال ترپایه پورې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د قوشتېپې کانال عمومي مدیر سید ذبیح میري وایي، دامهال د کانال په سربند کې څه باندې دوه زره کسان او زر عرادې ماشینري په دوو وختونو کې په کار بوخت دي.
هغه وایی:«تقریباً د سربند چارې ۴۰ فیصده بشپړې شوي او د همدې بند په درې برخو کې کار جریان لري، چې هغه کنټرولي دروازې، تحکیماتي دېوالونه او همدارنګه د اوبو د پرچاوۍ کارونه جریان لري. ډاډ ورکوو، چې د راتلونکي ۱۴۰۳ کال ترپایه به یې چارې بشپړې شي.»
ورته مهال ددې کانال په سربند کې یو شمېر انجینران د کار د ښه کیفیت او چټکوالي خبر ورکوي او وایي، چې په سربند کې کاریدونکي ساختماني توکي ټول د کورنیو فابریکو تولید دی او هغه څوک چې په دې پروژه کې کار کوي ټول افغان مسلکي انجینران دي.
د قوشتېپې کانال یو تن ساحوي انجینر محمد پرویز په اړه وایي: « د کار د کیفیت په اړه خلکو ته پوره ډاډ ورکوو او سل فیصده باکیفیته مواد کاریږي، دلته کوم مواد چې استفاده کېږي، که سیخ او سمنټ دی ددې کیفیت لابراتوار کېږي او چک شوی دی او بیا په سربند کې کارول کېږي»
بلخوا د هېواد په دغه لویه او بنسټيزه پروژه کې په کار بوخت یو شمېر کاریګر د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، چې که د دولت لخوا دوی ته تنخوا ورکړل شي او یا نه؛ خو دوی به د خپل وطن د آبادۍ او بیارغونې لپاره خپلې هلې ځلې کوي.
یاد کانال د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیل له جوزجان ولایت نه تېرو سره د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې يای مومي.
د یادونې وړ ده، چې د قوشتېپې کانال په بشپړېدو سره به د شمال زون ولایتونو ۷۰۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوب شي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/29837